کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیه تمه لري چې امریکا به له طالبانو سره د ناستو پرمختګونه ورسره شریک کړي

آزادی رادیو , 28 حوت 1397 ساعت 18:22

روسیه وایي، تمه کوي چې امریکایي چارواکي له طالبانو سره په وروستیو خبرو کې د شویو پرمختګونو په اړه معلومات ورسره شریک کړي.



د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، تمه کوي چې امریکایي چارواکي ورته د طالبانو له استازیو سره د وروستیو تماسونو او خبرو په اړه معلومات شریک کړي.
ښاغلي کابلوف د روسیې تاس خبري اژانس ته نن سې شنبې وویل چې دی سبا چهارشنبې په دوه ورځني سفر واشنګټن ته ځي او ډاډه دی چې امریکایي لوری به ورته د طالبانو له استازیو سره په وروستیو خبرو کې چې د قطر په پلازمېنه کې ترسره شوې، د ممکنه پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکایي پلاوي او د طالبانو د استازیو ترمنځ د خبرو دغه پنځم پړاو خبرې له ۱۶ ورځو وروسته د تېرې سې شنبې په ورځ پای ته ورسېدې.
دواړو لورو په‌دې خبرو کې د پرمختګ خبره کړې، خو ډېر جزئیات یې له رسنیو سره نه‌دي شریک کړي.

له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو وتل او دا چې د افغانستان له خاورې به بیا القاعده یا نورې ترهګرې ډلې پر امریکا د حملې لپاره د اډې په توګه کارنه اخلي، د دغو خبرو د بحث دوه مهم مسایل یاد شوي دي.
د دغو خبرو له پیلېدو مخکې ښاغلي خلیل‌زاد د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیرکابلوف سره د ترکیې په پلازمېنه انقره کې کتلي و.
له هغې مخکې دوی دواړو د تېر کال په ډسمبر کې په مسکو کې سره لیدلي و.
ښاغلي کابلوف تاس خبري آژانس ته ویلي چې واشنګټن ته د همدې لپاره ځي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د نویو پرمختګونو له جزئیاتو خبر شي.
د افغانستان د سولې په پروسه کې د سیمه‌ییز مهم لوبغاړي په توګه مسکو په‌دې وروستیو کې ډېر فعال شوی دی.
څه کم یو نیمه میاشت مخکې د دلوې د میاشتې په ۱۶مه او ۱۷مه نېټه یې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته د کاندید او د افغانستان د ملي امنیت د پخواني سلاکار حنیف اتمر په ګډون د یو شمېر افغان سیاستوالو او د طالبانو د استازیو ترمنځ د غونډې لپاره زمینه برابره کړې وه.
که څه هم د افغانستان حکومت پر دغې غونډې انتقاد کړی و او هغه یې د سولې د بهیر د پرمختګ د بې لارې کولو هڅه بللې وه، خو د دې غونډې برخه‌والو دغه غونډه بریالی بللې وه.
د غونډې په پای کې په نهو مادو کې یو پریکړه‌لیک هم صادر شوی و چې د نورو مواردو ترڅنګ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د ملګرو ملتونو له تور لېسته د طالبانو د مشرانو د نومونو پر ایستلو په‌کې ټینګار شوی دی.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف داسې مهال له امریکایي چارواکو څخه له طالبانو سره د سولې په ترسره کړو خبرو کې د پرمختګونو په اړه د نورو جزئیاتو د شریکولو غوښتنه کوي چې په پام کې ده امریکایي پلاوي او د طالبانو استازي د روانې مارچ میاشتې په وروستیو کې بیا په قطر کې خبرې وکړي.
 


د مطلب کود: 181785

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181785/روسیه-تمه-لري-چې-امریکا-له-طالبانو-سره-د-ناستو-پرمختګونه-ورسره-شریک-کړي

آوا
  https://www.avapress.com