کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د شپږو ټاکنیزو حوزو وروستۍ پایلې اعلان کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 حوت 1397 ساعت 18:31

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د د ۱۳۹۷ کال د تلې د اته ویشتمې نیټې د ولسي جرګې د شپږو ټاکنیزو حوزو وروستۍ پایلې د کب په اته ویشتمه نیټه اعلان کړې.




د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرې میرمن حوا علم نورستانۍ خبریالانو ته د ښه راغلاست ویلو وروسته وویل چې دواړه ټاکنیز کمیسیونونه په همغږي سره ګډې هڅې کوي، او غواړي ټولې چارې په بشپړې ژمنتیا تر سره کړي.
میرمن نورستانۍ د شپږو ټاکنیزو حوزو د وروستیو پایلو د اعلانولو پر مهال چې د غور، بلخ، هرات، بادغیس، پکتیکا او د هندوانو حوزه په کې شامله ده وویل چې د تطیقاتو َټول پړاوونه په پوره ایماندارۍ او رڼښت تر سره شوي، چې حق حقدار ته ورسیږي. د کمیسیون د مشرې د وینا پر بنسټ د دغو یادو شویو ټاکنیزو حوزو د وروستیو پایلو نوملړ په دې ډول دی:
د هندوانو حوزه:
- نرندرسنگ خالصه
د غورولایت:
- محمد ابراهیم ملک زاده
- عطا محمد دهقانپور
- کرام‌الدین رضا زاده
- گل زمان نائب
- فاطمه کوهستانۍ
- رقیه نایل
د بلخ ولایت:
- غلام عباس ابراهیم زاده
- احمدشاه رمضان
- علم خان آزادي
- عبدالحمید شریفي
- سید ظاهر مسرور
- محمد علي محقق
- گل رحمن همدرد
- رئیس عبدالخالق
- صیفوره نیاری
- فوزیه حمیدي
- برشنا ربیع
د پکتیکا ولایت:
- محمد میرزا کټوازی
- نادرخان کټوازی
- خالد اسد
- ثریا اکبري
د هرات ولایت:
- حبیب‌الرحمان پدرام
- محمدرضا خوشک وطندوست
- عمرنصیر مجددي
- حاجي محمد صادق قادري
- غلام فاروق مجروح
- استاد حمیدالله حنیف
- منورشاه بهادري
- حاجي شاه پور پوپل
- سیدعظیم کبرزاني
- قاضی نذیر احمد حنفي
- الحاج غلام فاروق نظري
- سید طاها صادق
- رحیمه جامي
- مسعوده کروخي
- ناهید احمدي فرید
- سیمین بارکزی
- شهناز غوثي
د بادغیس ولایت:
- ضیاء الدین اکازی
- عبدالبصیر عثمانی
- امیرشاه نائب زاده
- استاد فریده بیکزاد
د کمیسیون مشرې دا رنګه رسنیو ته وویل چې په راتلونکو ورځو کې به د پاتې نورو ولایتونو وروستۍ پایلې هم اعلان کړي، د ټاکنو مهالویش او ځینې نورې ټاکنیزې چارې یې هم یادې کړې چې د کمیسیون په لومړیتوبونو کې ځای لري.
 


د مطلب کود: 181787

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181787/د-ټاکنو-خپلواک-کمیسیون-شپږو-ټاکنیزو-حوزو-وروستۍ-پایلې-اعلان-کړې

آوا
  https://www.avapress.com