دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۴۵
د مطلب کود : 181792
طالبان دې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي- پمپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له طالبانو غوښتي، چې له افغان حکومت سره دې مخامخ خبرو ته حاضر شي، ځکه امریکا د افغانستان د سولې په بهیر کې د پوهاوي را منځته کولو هڅه کوي.

که څه هم افغان دولت له طالبانو څخه په ځلونو د مخامخ خبرو غوښتنه کړې؛ خو طالبان تر اوسه ندي حاضر شوي، چې غوښتنه یې ومني.
د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي پدې باور دی: تر هغې، چې له افغان دولت سره مشوره نه وي شوي، د نورو هر راز هوکړه به بې پایلې وي؛ ځکه د افغانستان خلکو د دغه په دولت جوړښت کې قربانۍ ورکړي، ۱۷ کاله مونږ همدغه نظام جوړ کړی، چې اوس د دولت رییس او اجرائیه رییس لري. له همدې نظام سره باید د دولت وسلوال مخالفان جوړه وکړي.
په ولسي جرګه کې ټینګار دا دی، چې د دې خبرو مدیریت باید افغان دولت په لاس کې واخلي.
د ولسي جرګې غړې فاطمه عزیز وایي، چې که د سولې په روانو خبرو کې حکومت ونډه درلودای؛ زما په اند اوس به یې مثبته پایله ورکړې وه.         
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا خبرې په داسې حال کې وړاندې کیږي، چې د طالب استازیو او امریکایانو تر منځ د پېنځم پړاو په خبرو کې د یو لړ څرګندونو له مخې؛ پر دوه برخو هوکړه شوې، یو له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو څرنګوالی او بل دا، چې افغانستان به نور امریکا او متحدینو ته ګواښ نه وي.
د قطر د سولې په خبرو کې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو اترو په تړاو هیڅ هوکړه نده شوې.
خلک اندېښمن دي، چې که له طالبانو سره د سولې هوکړه کیږي؛ نو د تېرو اتلس کلونو له لاسته راوړنو سره به څه کیږي؟
د ولسي جرګې غړی شریفې بلخابي په دې اړه وایي؛ د سولې له( بین الافغاني) بهیره هرکلی کوو، خو د شهیدانو، ځوریدلیو  کورنیو غوښتنې او تر لاسه شوي ارزښتونه باید خوندي شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي، ګې د هند او پاکستان د اړیکو د ترینګلتیا دلیل هم ترهګرو ته د پاکستان لخوا د پناه ورکولو مساله ده.
 
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdnf0fxyt0j56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته