دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۱۱
د مطلب کود : 181798
هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو له امله ۱۵ کسان وژل شوی
په هرات ولایت کې پرونیو سیلابونو ۱۵ کسان وژلي او پراخ مالي تاوانونه يې اړولي دي.


دا سیلابونه د هرات په شینډنډ،زنده جان، غوریان او یو شمېر نورو ولسوالیو کې راغلي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد په‌دې اړه رسنیو ته وویل: په تأسف سره چې تر اوسه پورې د مرګ‌ژوبلې شمېره ۱۵ ته رسېدلې ده. په دې کې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري شامل دي. زیاته مرګ ژوبله په غوریان، زنده‌جان، رباط سنګي او ځینو نورو سیمو کې اوښتې ده. سیلابونو زر کورنۍ زیانمنې کړي دي.
شاوخوا یوه میاشت مخکې په هرات کې ورته سیلابونو ۷ کسان وژلي وو.
 
https://avapress.com/vdcjhvevouqeoaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته