کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عطامحمد نور: که حکومت له شوې موافقې تېر شي نو ډېر داسې لارې شته چی ترسره شی

29 حوت 1397 ساعت 18:03

د بلخ پخواني والي او د جمعیت ګوند اجرائیه مشر عطا محمد نور وايي، که حکومت د بلخ وروستۍ ستونزې دحل په موخه له شوې موافقې تېر شي، نو ډېرې داسې ګزینې شته چې کار ور څخه واخلي.



ښاغلي نور، د نوي کال په مناسبت په خپاره شوي ویډیویي پیغام کې ویلي:” مونږ وغوښتل چې د بلخ وروستۍ پیښه په منطقي توګه حل شي. د دفاع له وزیر صاحب او د کورنیو چارو له وزیر صاحب سره چې د ولسمشر په سلا بلخ ته راغلي وو. دواړه د هېواد ځوانان او بریالي وزیران دي. هغوی راغلل زه تفاهم ته ورسره ورسیدم، اوس د شوې هوکړې عملې کیدو ته  په تمه یم”.
تر دې دمه مالومه نه ده چي دواړه لوري په څه تفاهم ته سره رسیدلي دي، خو ښاغلی نور حکومت ته کواښ کوي وایي:
” که حکومت  په شوې هوکړه عمل ونکړي، زه باور لرم چې عمل به و کړي. بیا مونږ په نورو کارونو لاس پورې کوو. که زمونږ کار کمزوري وه نو دوی کولا شي چې پر مونږ نیوکه وکړي”.
د ښاغلي نور په دغو ویډیویي پیغام کې راغلي:” مونږ خپلې ټولې ګزینې او تیاریانې لرو، البته جګړه نه کوو تر څو چې جګړه پر مونږ باندې و نه تپله شي. که مو ولیدل چې ځان او کورنۍ مو په خطر کې ده، هېواد وال مو په خطر کې دي، یو ډول زور واکي و وینو یا څوک منګولې  او غاښونه را ښکاره کړي، او تل دغسې څه روان وي، نو مونږ ډېرې ګزینې لرو چې لاس پې پورې کړو. مونږ اوس د جګړې امر نه ور کوو، خو ارام به هم کښې نه نو، مونږ د یوې غوره پایلې په تمه یو”.
ښاغلی نور دا څرګندونې په داسي حال کې کوي چې تېره اونۍ د عطا محمد نور او حکومت ترمنځ له ناندریو او مسلحانه نښتې وروسته حکومت په دې وتوانیده چې د یاد ولایت د پولیسو نوی مشر جنرال عبدالرقیب مبارز معرفي کړي.
 


د مطلب کود: 181850

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181850/عطامحمد-نور-حکومت-له-شوې-موافقې-تېر-شي-نو-ډېر-داسې-لارې-شته-چی-ترسره-شی

آوا
  https://www.avapress.com