کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د سولې پروسی سره د دولت ۳۷۸ مسلح مخالفانو یوځای کیدل

29 حوت 1397 ساعت 18:12

ننګرهار ولایت سیمه ایز چارواکې خبر ورکوی چی ۱۳۹۷ کال کې د دولت ۳۷۸ تنه مسلح مخالفین د سولې پروسی سره یوځای شوی دی.



د آوا په ګزارش سره، عطاءالله خوګیانی، د ننګرهار والی ویاند نن چهارشنبه د آوا خبرنګار سره په مصاحبه کې وویل چی د ننګرهار ملی امنیت ریاست هڅو او مرستو له امله د ۹۷ کال په جریان کې نږدی ۳۱۴ تنه طالب او ۶۴ تنه داعش وسله وال په دی ولایت کې د سولې پروسی سره یوځای شوی.
خوګیانی زیاته کړه چی ددی کسانو په لیست کې ۲۰ تنه یی د مسلح مخالفانو قوماندانانو څخه دی.
هغه وویل چی دا کسان په سلهاوو سپک او درانده اسلحه دایاک پروسه ته سپارلی دی.
د ننګرهار سیمه ایز دا چارواکې د نورو مخالفینو څخه هم غوښتی دی چی جګړی ادامی پرځای د سولې پروسی سره یوځای شی.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
 


د مطلب کود: 181851

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181851/په-ننګرهار-کې-د-سولې-پروسی-سره-دولت-۳۷۸-مسلح-مخالفانو-یوځای-کیدل

آوا
  https://www.avapress.com