دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۱۲
د مطلب کود : 181851
په ننګرهار کې د سولې پروسی سره د دولت ۳۷۸ مسلح مخالفانو یوځای کیدل
ننګرهار ولایت سیمه ایز چارواکې خبر ورکوی چی ۱۳۹۷ کال کې د دولت ۳۷۸ تنه مسلح مخالفین د سولې پروسی سره یوځای شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عطاءالله خوګیانی، د ننګرهار والی ویاند نن چهارشنبه د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په مصاحبه کې وویل چی د ننګرهار ملی امنیت ریاست هڅو او مرستو له امله د ۹۷ کال په جریان کې نږدی ۳۱۴ تنه طالب او ۶۴ تنه داعش وسله وال په دی ولایت کې د سولې پروسی سره یوځای شوی.
خوګیانی زیاته کړه چی ددی کسانو په لیست کې ۲۰ تنه یی د مسلح مخالفانو قوماندانانو څخه دی.
هغه وویل چی دا کسان په سلهاوو سپک او درانده اسلحه دایاک پروسه ته سپارلی دی.
د ننګرهار سیمه ایز دا چارواکې د نورو مخالفینو څخه هم غوښتی دی چی جګړی ادامی پرځای د سولې پروسی سره یوځای شی.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
 
https://avapress.com/vdcjivevvuqeooz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته