کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۲۱ تنه افغان پناه وړونکې د آلمان څخه وایستل شو

29 حوت 1397 ساعت 18:20

آلمان د ۲۲ ځل لپاره ځینی افغان پناه وړونکې په ډله ایز توګه د یو چارتر الوتکې په مرسته ویستل. ددی پناه وړونکو لیږدوونکې الوتکه نن چهارشنبه سهار کابل هوایی ډګر ته ورسید.



د آوا په ګزارش سره، کابل هوایی ډګر مسؤولین آلمان خبرګزاری(دی پی آ) ته وویل چی دا الوتکه ۲۱ تنه اخراجی پناه وړونکو سره کابل سیمه ایز وخت ۷ بجو په شاوخوا کابل کې کښیناست. دا الوتکه د آلمان لایپزیګ هوایی ډګر څخه پرواز کړی وو.
د ۲۰۱۶ کال دسمبر څخه چی افغان رد شوی پناه وړونکو ډله ایز اخراج د آلمان څخه شروع شوی وو، دا ۲۲ ځل دی چی افغان پناه وړونکې آلمان څخه په ډله ییز توګه ایستل کیږی. آلمان ایایلتونه او فدرال حکومت تیرو ۲۱ پروازونو کې ۵۱۲ نارینه پناه وړونکې افغانستان ته بیرته استولی وو.
 


د مطلب کود: 181852

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181852/۲۱-تنه-افغان-پناه-وړونکې-د-آلمان-څخه-وایستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com