کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني مزارشریف کې نوروز جشن او حضرت علي جنډې پورته کولو مراسمو کې ګډون وکړ

1 حمل 1398 ساعت 18:47

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د ۱۳۹۸ کال په لومړۍ ورځ په مزار شریف ښار کې د نوروز د جشن او د حضرت علي جنډې د پورته کولو په مراسمو کې د ګډون په موخه مزار شریف ښار ته رسیدلی دی.



دغلته ولسمشر غني، د نوروز جشن په مراسمو کې د ګډون تر څنګ وینا هم کړې او په دغې وینا کې یې ویلي چې، سږ ۱۳۹۸ کال به د سولې او رڼو ټاکنو کال وي.
په دغو مراسمو کې ولسمشر غني د خپلې وینا په ترڅ کې، په ځغرده ویلي چې داسي یو افغانستان نه غواړي چې سل کسان پکې میلیونران او پاتې نور ټول پکې بې وزله وي.
په دغو مراسمو کې ولسمشر غني د مزار او چین تر منځ د نوي دهلیز د جوړیدو خبره کړې او زیاته کړې یې ده چې سږ کال به  په لومړي ځل د صادراتو لویه برخه د اوبو له لارې د قزاقستان او ازبکستان له پولو مخامخ چین ته صادر شي.
ښاغلي غني په دغو مراسمو کې ویلي چې،  ۱۳۹۸ کال د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۰م کال دی ولسمشر غني زیاتوي چې د دار الامان، پغمان، تاجبیګ ماڼیو په ګډون به د غازي امان الله خان د دورې ټولې تاریخي ودانۍ بیا ورغولې شي.
هر کال د ګل سرخ مېله په مزار شریف ښار کې د حضرت علي پر مزار د جنډې په پورته کولو سره پیلیږي دغې پسرلنۍ مېلې ته د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه په زرګونو کسان ورځي سږ کال هم په زرګونو خلک د هېواد له بیلا بیلو ولایتونو څخه مزار ته د نوروز جشن د نمانځنې په موخه ورغلي دي.
 


د مطلب کود: 181876

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181876/ولسمشر-غني-مزارشریف-کې-نوروز-جشن-او-حضرت-علي-جنډې-پورته-کولو-مراسمو-ګډون-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com