دخپریدو نیټه :جمعه ۲ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۰۵
د مطلب کود : 181912
افغانستان ملی دفاع وزارت: نوی کال کې وسله والو مخالفینو په وړاندی جګړه کې مهم بدلونونه راولو
د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، په نوي ۱۳۹۸ کال کې د وسله والو مخالفینو پر ضد جګړه کې په ۷ مهمو برخو کې بدلونونه راولي، تر څو د وسله والو مخالفینو پر ضد عملیاتو له ښو پایلو سره بریالي ترسره شي.

 د دفاع وزارت ویاند رسنیو ته ویلي چې دغه وزارت په پام کې لري، جګړه له دفاعي حالته وباسي او په تعرضي جګړه یې بدله کړي.
د دې تر څنګ، د ملکي تلفاتو مخنیوی، د جګړې په قومانده کې بدلون، له فساد سره کلکه مبارزه، په تکتیکي برخه کې یوه واحده قومانده ا یجادول او د رتلونکې کال ولسمشریزو ټاکنو امنیت ټینګول په دغو بدلونونو کې شامل دي.
د راتلونکې کال په لومړیتوبونو کې د افغان سرتیرو د مسلکي مهارتونو لوړونه هم شامله ده.
د دفاع وزارت چارواکو ویلي چې په تېر ۱۳۹۷ کال کې د ملکي تلفاتو مسله د اندیښنې وړ خبره وه، چارواکي د ملکي تلفاتو د ډېریدا پړه په وسله والو مخالفینو وړ اړوي، ځکه د دوي په خبره وسله وال مخالفین د خلکو په منځ کې پټیږي او  له هغوي څخه د سپر په توګه ګټه اخلي، خو سږ کال به تعرضي عملیات زیات او د ملکي تلفاتو پیښې به  کمې شي.
د فغانستان امنیتي او دفاعي بنسټونه او د حکومت وسله وال مخالفین د هر نوي کال په پیلیدو سره د جګړې او تکتیکونو، شدت او مهمو موخو په اړه نوي پلانونه له رسنیو سره شریکوي، ولس بیا د دې جګړې د نوې ستراتیژۍ، شدت او د عملیاتو د څرنګوالې په اړه له دې امله  اندیښمن وي چې د دوی د سر او مال د نه تلف کیدو مسئله پکې د پام وړ بلله شوې ده او کنه؟.
 
https://avapress.com/vdchzznzi23n6wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته