کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امارات و طالبانو ته: طالبانو رهبران دی ترور شی

3 حمل 1398 ساعت 13:02

محمد بن زاید، ابوظبی ولیعهد د مایک پمپئو، متحده ایالات خارجه چارو وزیر سره په ناسته کې د طالبانو لوړپوړی چارواکو د ترور مخفی برنامه جوړولو وړاندیز کړی دی.



 
د آوا په ګزارش سره، میدل ایست آی خبری سایت ګزارش ورکوی چی بن زاید دا وړاندیز امارات ته د پمپئو سفر په جریان کې د جنوری میاشتی په ۱۲ نیټه د طالبانو سره واشنګتن سولې خبرو اترو پرمختګونو پرسر دواړو لورو اختلافاتو اوج کې مطرح کړی دی.
د یو پوه سرچینی په وینا ددی ناستې څخه، بن زاید پمپئو ته وړاندیز کړی چی ځینی مزدوران د طالبانو رهبرانو وژلو او ددی ډلې مذاکراتی موضع تضعیف لپاره خدمت کې ونیسی. دا سرچینه ویلی دی چی پمپئو ددی وړاندیز څخه شوکه شو خو څه یی ونه ویل.
د سرچینی په وینا، بن زاید همدارنګه پمپئو ته خبرداری ورکړی چی امریکایی ځواکونو شاته تګ د افغانستان څخه به وضعیت ۲۰۰۱ کال ت بیرته وګرځوی.
امریکا، امارات او همدارنګه طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.


د مطلب کود: 181922

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181922/امارات-طالبانو-ته-رهبران-دی-ترور-شی

آوا
  https://www.avapress.com