دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 181958
۱۲۰ باب ښوونځی جاری کال په جریان کې په بلخ کې اعماریږی
د بلخ ولایت معارف ریاست په دی ولایت کې جاری تعلیمی کال کې ۱۲۰ باب ښوونځی اعماریدو څخه خبر ورکوی.

علی الله امیری؛ د بلخ معارف رئیس د افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری سره په مصاحبه کې وایی چی د ۱۲۰ باب ښوونځیو لپاره په دی ولایت کې جاری کال کې ساختمانونه اعماریږی. همدارنګه د هغه ښوونځیو لپاره چی ځمکې یی نه درلود، ځمکه تهیه شوی دی.
ښاغلی امیری زیاته کړه: ددی ساختمانونو په اعمار سره، د هغه زده کوونکو ډیر ستونزی چی په خلاصه فضا کې یی زده کړو باندی مصروف وو، حل کیږی او زده کوونکې هم په تړلو او آرام فضا کې به زده کړی وکړی.
همدارنګه ښاغلی امیری بلخ ولایت کې کتابونو کمبودی ته په اشاری سره، په دی ولایت کې جاری اونی په اخرو کې د درسی کتابونو ویښ پروسی شروع څخه خبر ورکړ او وویل چی اوس د نویو کتابونو چاپ شروع شوی او د چاپ وروسته به بلخ ولایت ته ورسیږی.
 
https://avapress.com/vdchmznz623n6wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته