دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۵۹
د مطلب کود : 181984
مقدسه یورش د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سوداګرۍ مرستیالې په توګه وټاکل شوه
ځوانه مېرمن مقدسه یورش، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سودا ګرۍ د مرستیالې په توګه په دنده ګمارل شوې ده.

 

اغلې یورش دماسترۍ سند د امریکا متحده ایالاتو له اکرن پوهنتون څخه د سودا ګریز مدیریت په څانګه کې اخیستی او لیسانس سند یې دهندوستان له پونې پوهنتون څخه د اقتصاد په څانګه کې تر لاسه کړی دی.

میرمن مقدسه یورش تردې مخکې په اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون کې کمیشنره وه.

اغلې یورش اداري اصلاحاتو کمیسیون ته د کمیشنرې په توګه تر راتګ مخکې په کابل ښاروالۍ کې د بشري سرچینو د رئیسې په توګه دنده پر مخ بیولې ده.

https://avapress.com/vdcg7q9qtak97y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته