د کندز ځایي چارواکي وايي، د کندز په ګلتپه ولسوالۍ او د دغو ولایت په تلوکه سیمه کې د وروستیو نښتو په پایله کې د ۸۵ طالب وسله والو د وژل کیدو تر څنګ ۱۴ ملکیان چې ښځې او ماشومان پکې دي هم وژل شوي دي.
کندز ولایت کې افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایی بریدونو کې ملکیانو ته هم تلفات اوښتی
4 حمل 1398 ساعت 19:04
د کندز ځایي چارواکي وايي، د کندز په ګلتپه ولسوالۍ او د دغو ولایت په تلوکه سیمه کې د وروستیو نښتو په پایله کې د ۸۵ طالب وسله والو د وژل کیدو تر څنګ ۱۴ ملکیان چې ښځې او ماشومان پکې دي هم وژل شوي دي.
د کندز د ولایتي شورا مرستیال رسنیو ته ویلي د ګډو ځواکونو په دغو هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ ملکیان وژل شوي دي.
دغه پیښه د امریکایي سرتیرو یوه ویاند هم نیوریاک ټایمز ته په مرکه کې، دغلته د یوشمېر ملکي وګړو د وژل کیدو خبره تائید کړې ده.
خو د دغو ځواکونو ویاند د ملکي وګړو په وژنه کې طالبان پړه بللي دي.
ده ویلي:”طالبان د عامو خلکو په کورونو کې پټ شوي وو او پرته له دې چې د غیر نظامیانو د ژوند په اړه فکر وکړي په سیمه کې د خلکو منځ کې کښته پورته تلل.”
د کندز ښار ته څېرمه په تلوکه سیمه او د دغو ولایت په ګلتپه ولسوالۍ کې د طالبانو پر واړندې د افغان ځواکونو او بهرنیو قوتونو ګډ هوايي او ځمکني عملیات له درې ورځو راهیسي دوام لري.
د مطلب کود: 181985