خوښ ديک ۰

ځای پر ځای شوو چاوديدونکو توکو درې ماشومان او درې ميرمنې ټپيانې کړې

له امله يې درې ماشومان او درې ښځینه سطحي ټپيانې شوې،چې درملنې په موخه حوزوي روغتون ته ليږل شوي دي .
ځای پر ځای شوو چاوديدونکو توکو درې ماشومان او درې ميرمنې ټپيانې کړې
ننګرهار ولايت مرکز د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند کامران پلازه کې نن سهار نږدې نهه بجې د ‌‌‌‌‌‌ډاکټرې فریدې کتنځای مخې ته چاودیدونکو توکو چاودنه کړې،چې له امله يې درې ماشومان او درې ښځینه سطحي ټپيانې شوې،چې درملنې په موخه حوزوي روغتون ته ليږل شوي دي .
د چاودنې له امله شاوخوا هټيو ته هم مالي زیانونه اوښتي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
دوشنبه ۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود: 182003 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *