ښاغلي داوودزي پرون ابل کې د خبري ناستې پرمهال زیاته کړه:« تر هغه ځایه چې زه خبر یم، کابو هره ورځ خلیلزاد ولسمشر غني ته زنګ وهلی او جزئيات یې ورکړي دي، خو دا چې څه یې ویلي دي، جزئیات دي، خو خبر یې درلود.»
امریکا متحده ایالاتو او د طالبانو استازو د ۱۳۹۷ کال د کب په شپږمه نېټه قطر کې سره خبرې پیل کړې، په دې ناسته کې د افغان حکومت استازو ګډون نه درلود او دغو خبرو کابو شپاړلس ورځې دوام وکړ.
داوودزي همداراز د قطر راتلونکې ناستې په اړه وویل چې د سولې عالي شورا سره یې طرحې شریکې شوې دي او اوس مهال پرې بحث روان دی.
ده زیاته کړه:«د راتلونکې ناستې کوربه یو اکاډمیک بنسټ چې مشر یې د ډاکټر برکا په نامه یو کس دی، دوی له موږ سره په اړیکه کې دي، د سولې عالي شورا سره یې طرحې شریکې کړې دي، موږ پرې بحث کوو، په حکومت کې د ننه هم پرې بحث روان دی، خو تر اوسه یې پایله نه ده څرګنده.»
ټاکل شوې ده چې دا غونډه د وري میاشتې په ۲۵مې او ۲۶ مې نېټې د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.
د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس د راتلونکې جوړېدونکې مشورتي لویې جرګې کې د طالبانو د ګډون په تړاو وویل که د یادې ډلې استازي په جرګه کې ګډون کوي، دوی به یې هرکلی وکړي.
هغه وړاندې وویل::«دا بحث هم تر غور لاندې دی، خو تر اوسه پورې دا نه ده ټاکل شوې چې د سولې په مشورتي جرګه کې د طالبانو استازي هم راوبلل شي او که نه؟ که راوبلل شول، نو بیا په دوی پورې تړاو لري دا چې ګډون کوي او که نه؟»
ټاکل شوې د سولې مشورتي لویه جرګه د غويي میاشتې په نهمه نېټه ترسره شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)