دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۸
د مطلب کود : 182033
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هېواد ټول ښوونځي د نوري فايبر له لارې وصلوي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هېوادوالو ته د عصري زده کړو تر څنګ د کمپيوټري تجهيزاتو، انټرنېټ او کمپيوټر لېبونو د برابرلو په موخه د پوهنې وزارت او اترا ادارې په ګډه کار کوي چې د هېواد ټول ښوونځي د نوري فايبر له لارې وصل او د کمپيوټر ليب تجهيزات ورته برابر کړي.

 
ددغه پروسې په لومړۍ مرحله کې په ۹ ولايتونو کې ۱۱۵ ښوونځي  د نوري فايبر له لارې وصل شوي، ۳۱ ښوونځيو ته کمپيوټري تجهيزات برابر شوي او په بشپړه توګه فعاليت ته چمتو دي او د پاتې ښوونځيو د تجهيزاتو د بشپړېدا چارې يې روانې دي.
 
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت همدا راز د ۲۹۰ ښوونځيو د سروې چارې بشپړې کړي چې د اتصال کارونه يې په د شروع کېدو په حال کې دي او د ۱۲۰۰ نورو ښوونځيو د سروې کارونه په جريان کې دی چې له سروې وروسته به يې د د نوري فايبر له لارې د اتصال چارې شروع شي.
ددې تر څنګ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د افغانسټ () دوه ټرانسپوڼدرونه (AfghanSat) ددغه پروژې د اتصال په موخه ځانګړي شوي، تر څو هغه ښوونځي چې د نوري فايبر له لارې يې د نښلېدو امکانات نه وي، د سټلايټ له لارې د پوهنې شبکې سره وصل شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې او پوهنې وزارت سره په همکارۍ، پر کمپيوټري لابراتوارونو د سمبالښت او د انټرنټ شبکې سره د اتصال په موخه یوه منظمه طرحه جوړه کړې چې د پلي کېدو په حال کې ده. دغه پلان په درې برخو کې ترتیب شوی چې لومړۍ مرحله يې په ۱۳۹۷ مالي کال کې بشپړه شوې او دوهمه او درېيمه مرحله يې په روان کال کې عملي کېږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc1iqs12bq4x8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته