کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پروان برښنا ریاست: ځیني زورواکي ۵۰ میلیونه افغانۍ پوروړي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 حمل 1398 ساعت 15:27

د پروان ولایت د برښنا حوزوي ریاست مسؤلین وایي، د پوروړو زورواکو له‌خوا د پورونو نه‌ورکړې د دوی په انکشافي پروګرامونو منفي اغېز کړی دی.



د حوزوي ریاست رئیس انجنیر ناصر احمدي نن ازادي راډيو ته وویل چې یو شمېر زورواکي یې ۵۰ میلیونه افغانۍ پوروړي دي.
نوموړی وايي، هڅې روانې دي چې سږ کال دغه پیسې له زورواکو ترلاسه او په انکشافي پروګرامونو ولګول شي.
ښاغلی احمدي زیاتوي، د دغو پورونو په ترلاسه کېدو سره به یو شمېر ولسوالیو ته د بریښنا رسولو پروسه پیل شي چې دا د خلکو په ژوند، کاروبار او اقتصاد د پام وړ اغېز درلودی شي.
 


د مطلب کود: 182034

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182034/د-پروان-برښنا-ریاست-ځیني-زورواکي-۵۰-میلیونه-افغانۍ-پوروړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com