دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۷
د مطلب کود : 182067
حکومت د سولی بهیر مخنیوی کوي- حنیف اتمر
حنیف اتمر د دوشنبې پر ورځ په مزارشریف ښار کې د مارشال محمد قسیم فهیم د تلینغونډې ګډونوالو ته حکومت تورن کړ، چی غواړي د سولې بهیر او په دې اړه د امریکا د هڅو مخه ونیسي او ټینګار کوي، چې که سوله ان په لنډمهاله حکومت راځي؛ هم یې مني.

ښاغلی حنیف اتمر، چې د ۱۳۹۸لمریز لیږدیز کال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی وايي؛ مونږ د سولې او ټاکنو لپاره رښتینی کار کوونکی حکومت غواړو؛ نه، چې خپله پرمخنیوونکي واوړي. د اساسي قانون د احکامو له مخې به سرپرست یا لنډمهاله حکومت زمونږ لومړیتوب وي او خلک دې  ډاډه وي، چې سوله او ټاکنې شونې دي.  
د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطامحمد نور یو ځل بیا له حکومت سره د مخالفت غږ پورته کړ او وایي: هغه هوکړه، چې د ولسمشر په خوښه د راغلیو دوه درنو او ملګرو شخصیتونو اسدالله خالد او مسعود اندرابي په منځګړیتوب وشوه او دوی هم هوکړې ته ورسیدل؛ مونږ یې د پلي کیدو په تمه یو. پرته لدې بل هر غوراوی زمونږ خپل کار دی.
دغه راز د جمعیت ګوند اجرائیه رییس ولسمشر غني وګواښه، چې د واک له پای ته رسیدو سره سم به یې د کار غزولو مخه ونیسي.
همدارنګه د سولی او اعتدال ډلې لومړي مرستیال محمد یونس قانوني عطامحمد نورته په نغوته کې ويلي؛ مونږ هغه لاسونه ښه پېژنو، چې غواړي پټ او ښکاره پر تاسو د شا لخوا برید وکړي او دوی له ښاغلي نور ملاتړکوي.
په دی مراسمو کي د سولې او اعتدال ډلې غړیو د  بلخ د نوي امنیه قومندان د پېژندنې پرسر د ارګ او بلخ ترمنځ شخړه یو ناوړه عمل او د خلکو په وړاندې د لښکر درولو معنا لري؛ خو د ولسمشر د ویاند مرستیال دغه غبرګون ته په نغوته کې څرګنده کړې، چې دوی ۶ میاشتي مخکې په مزار شریف ښارکې د ټاکنو کمپاین پیل کړی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjm8evauqeoyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته