دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۹
د مطلب کود : 182081
عمران خان یو ځل بیا افغانستان کې د موقت حکومت وړاندیز کړی
د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، د افغان سولې بهیر به هغه مهال بریالی شي چې په افغانستان کې یو بې طرفه موقت حکومت شتون ولري.

د ایکسپرېس ټریبیون پاکستانۍ ورځپاڼې د راپور له‌مخې عمران دغه څرګندوني پرون دوشنبه د «وري پر ۵مه»په اسلام اباد کې خبریالانو ته د وینا پر مهال کړي دي.
نوموړي ویلي:"د افغانستان د سولې بهیر به هغه مهال بریالی شي، چې په دغه هېواد «افغانستان»کې یو بې طرفه موقت حکومت واي، چې دا حکومت ازادې شفافې ټاکنې چې ټولې ښکېلې خواوې پکې برخه ولري تر سره کړي وای."
عمران خان ویلي، دا چې د یو موقت حکومت جوړېدل او ازادې ټاکې به څومره وخت ونیسي څه نشي ویلی.
د ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له‌مخې عمران خان ویلي،افغان حکومت د سولې په بهیر کې یو خنډ و.
هغه ویلي:"افغان حکومت د سولې په بهیر کې یو خنډ و، په دې چې له دغه حکومت سره یې د طالبانو پر خبرو ټینګار کاوه."
همدا شان عمران دا تائید کړې چې له طالبانو سره یې ترتیب شوې غونډه د افغان حکومت د مخالفت له امله لغوه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د تېر کال په سلواغې میاشت کې پاکستان ته د خپلو استازو د سفر خبر ورکړ.
طالبانو ویلي و چې د دوی د قطر دفتر یو پلاوی به د پاکستان په بلنه په اسلام آباد کې د پاکستان له صدراعظم او امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfc0dyyw6dcxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته