کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اروپایي ټولنې استازې موګریني د سولې له بهیر ملاتړ څرګند کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 حمل 1398 ساعت 14:53

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو استازې فیدریکا موګریني د سې شنبې پر سهار( د وري ۶) کابل ته راورسیده او له حکومتي مشرانو سره یې پر افغان سوله او ټاکنو هر اړخیزې خبرې او بحثونه وکړل.


حکومتي سرچینو څرګنده کړې، چې آغلې فیدريکا موګريني لومړی د افغانستان د حکومت له اجرائيه مشر داکتر عبدالله عبدالله سره وليدل او د افغانستان د روان وضعيت په اړه يې بحث او خبرې وکړې.
نوموړې له داکترعبدالله عبدالله سره د خبرو پرمهال وويل، چې افغانستان ته یې د سفر موخه په دې هېواد کې د سولې له بهیر د ملاتړ څرګندونه او په دې اړه همکاري ده.
د اجرائیه ریاست د څرګندونو له مخې؛ د هېواد اجرائیه مشر عبدالله عبدالله د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو له استازې، فیډریکا موګریني سره په لیدنه کې پر څو اړخیزو اړیکو، سیمه ییزو هڅو او په افغانستان کې د سولې او ټاکنو په اړه بحث او خبرې وکړې.
نوموړې په دې لیدنه کې ډاډ څرګند کړی، چې نور؛ نو شاتګ ته اړتیا نشته او سوله د پرمختګ په معنا ده.

هغې له ولسمشرسره هم په ليدنه کې پخپله خبره ټينګار وکړ، چې اروپايي ټولنه له افغان سولې ملاتړ کوي او په دې اړه هر ډول همکارۍ ته چمتووالی لري.
د ولسمشرۍ د څرګندونو له مخې؛ د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو استازې له ولسمشر اشرف غني سره هم لیدلي او له هغه سره يې په خبرو کې ویلي، چې حکومت بايد د افغانستان د سولې په اړه رامنځته شوی فرصت له لاسه ورنکړي او په دې اړه دې خپلې هڅې پراخه او هیچاته دې د سولې د مخنیوي اجازه نه ورکوي.
دغه راز په افغانستان کې د م.م استازي یاماموتو هم په کابل کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو له استازې فیدریکا موګریني سره لیدنه کړې او له ټاکنو، سولې او سیاسي بهیرونو څخه یې د ملاتړ لپاره د ګډو هڅو ډاډ څرګند کړی دی.
فیدريکا موګریني په دې لیدنو کې ويلي، چې اروپايي ټولنه د افغانستان د سولې په اړه جدي هڅې کوي او په دې اړه به د پاکستان په مرسته د افغانستان په سوله کې خپلې هڅې نورې هم پراخه کړي. دا ټولنه د تل په څېر د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده او خپلې مرستې او ملاتړ به هم روان ساتي.
نوموړې افغانستان ته له سفر مخکې پاکستان ته تللې وه او هلته يې د هغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره په ناسته کې څرګنده کړې، چې د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول مهم دی او په دې هېواد کې امن او ثبات د سیمې او اروپايي ټولنې په ګټه دی.
 


د مطلب کود: 182094

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182094/د-اروپایي-ټولنې-استازې-موګریني-سولې-له-بهیر-ملاتړ-څرګند-کړ

آوا
  https://www.avapress.com