کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهوررئیس غني په افغانستان کې د دولتدارۍ د پیاوړتیا او همکارۍ په برخه کې د اروپایي ټولنې د پنځه فقره ییزې اجنډا هرکلی وکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 حمل 1398 ساعت 15:00

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې او ځانګړې استازې مېرمن فدریکا موګریني سره چې د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلې وه، وکتل.


په دې کتنه کې دواړو لوریو د سولې، د سولې د مشورتي لویې جرګې، ټاکنو او د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د همکاریو او مناسباتو د پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.
وروسته دواړه په ګډه خبري ناسته کې راڅرګند شول. جمهوررئیس مېرمن موګریني ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، تاسو په تېرو پنځو کالو کې د دولت د هراړخیزې پیاوړتیا، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې تقویې اود لویو اقتصادي مرستو په ځانګړي ډول د بروکسل کنفرانس کوربه توب کې کلیدي رول درلود.
جمهوررئیس د افغانانو په استازیتوب د اروپایي ټولنې د همکاریو مننه وکړه وې ویل، د اروپایي ټولنې اجنډا د نړۍ ثبات، د جنګ پای او پرمختګ دی. هغه زیاته کړه، د افغانستان د راتلونکي لپاره د څلوېښت کلنو ناورینونو دپایته رسولو عظیم فرصت وجود لري.
د هیواد جمهوررئیس د افغانستان د اساسي قانون مطابق د ټاکنو ترسره کېدو څخه د اروپایي ټولنې د ملاتړ د هرکلي ترڅنګ وویل، سوله او د جنګ پایته رسېدل هغه فرصت دی چې خلک به په کې شامل وي او مشورتي لویه جرګه خلکو ته دا فرصت ورکوي چې خپل راتلونکی په ازاده او اساسي توګه په خپله وټاکي.
جمهوررئیس په افغانستان کې د دولتداري د پیاوړتیا او همکارۍ په برخه کې د اروپایي ټولنې د پنځه فقره ییزې اجنډا مننه وکړه وې ویل، د افغانستان د بهرني سیاست مبنا له همکارانو سره د ګډ لیدلوري ایجاد او بې طرفه لیدلوري په مثبت او منفي هغه په بې طرفه او مثبت بدلول دي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، افغانستان د اسیا په زړه کې قرار لري او تر هغو چې د اسیا زړه ثبات ونه لري، په اسیا کې ترلاس لاندې د تحول لویه پروسه نشي ترسره کېدی. پر دې بنا انګېزې باید له منفي څخه په مثبت بدلې  شي او د سیمه ییز ارتباط پروژو تمویل او مرسته کې د اروپایي ټولنې تعهد د انګېزې په بدلون کې یو لوی ګام دی.
جمهوررئیس غني وویل، د ازاد ملت په توګه  زموږ ازادي موږ ته تر بل هر څه ارزښتناکه ده او کوم ثبات مو چې په تېرو څلوېښتو کالو کې غوښته، باید د قانونمندۍ او د قانون د حاکمیت پایله وي، ځکه یوازې د قانون د حاکمیت  او د افغانانوپه ځانګړي ډول د ښځو د پراخې ونډې له لارې ثبات رامنځته کېږي.
جمهوررئیس د دې په ویلو سره چې د مرمۍ، زور او تهدید له لارې ثبات، ثبات نه دی، بلکې د یوې بلې نارامۍ د پیل فصل دی وویل، افغانستان له هغه تاوتریخوالي کړېږي چې یوازې د داخلي شرایطو محصول نه دی، بلکې د بین المللي، سیمه یزو شرایطو او د اسلامي نړۍ د تضادونو محصول دی او اړینه ده چې موږ د دې مسلې هر بعد په دقت وګورو او هغه واضح حل لارې وړاندیز کړو، چې پیشنهاد کړې مو دي.
محمداشرف غني ملي یووالی، د سیاسي اجماع رامنځته کول او  سیاسي حل لاره د جنګ د پایته رسولو لپاره مهمه وګڼله او وې ویل: نن سوله د افغانانو په ملي بحث بدله شوې او دا بحث ادامه لري او د هغه بحث په چوکاټ کې چې په لویه مشورتي جرګه کې به ترسره شي، زموږ راتلونکي اقدامات ترسره کېږي.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسولې څخه وغوښتل چې د کابل پروسې دریمه ناسته کې د افغانستان دولت سره هراړخیزه همکاري وکړي، تر څو د راتلونکي لپاره زموږ ګډې موخې چې غیر مطمینه او مبهمه دنیا په باثباته مطمینه دنیا بدلول دي، عملي شي.
وروسته اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې او ځانګړې استازې مېرمن فدریکا موګریني وویل، مخکېنیو کلونو کې چې زه افغانستان ته راغلې وم، د سولې خبرې نه کېدې، اما نن افغانستان د تاریخ یو حساس پړاوو کې قرار لري او سوله په اصلي بحث بدله شوې ده او دا د  جمهوررئیس غني د زړورنوښت پایله ده او دا چې د سولې بحث جدي شو، دا د جمهوررئیس غني لیدلوری دی.
هغې زیاته کړه، د دې وخت را رسېدلی چې ټول افغانان خپل راتلونکی او د سولې برخلیک په لاس کې واخلي. هغې زیاته کړه، د طالبانو له لوري منل شوي اوربند او له حکومت سره د هغوی د مذاکراتو پیلولو، د همه شمول مذاکراتي ټیم ایجاد چې د ښځو د استازو په ګډون د ټولنې د ټولو اقشارو استازیتوب وکړي، د تېرو اتلسو کالو د اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي لاسته راوړنو په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو د حقونو په برخه کې  د شته لاسته راوړنو ساتنه او پیاوړتیاکې اروپایي ټولنه د افغانستان ترڅنګ ده.
اغلې موګریني وویل، موږ په دوامداره توګه امریکا، فدراتیفې روسیې، چین، ایران، د منځنۍ اسیا هیوادونو او ټولو بین المللي همکارانو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي او پرون مو د پاکستان رهبري سره مفصل بحث درلود چې په ګډه اعلامیه کې هم خپور شوی دی او پاکستان د حکومت او طالبانو د مسقتیمو مذاکراتو پیلولو څخه  خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
مېرمن فدریکا موګریني  د خپلو خبرو په پای کې وویل، سوله په افغانستان کې د دې هیواد، سیمې او اروپا لپاره مهمه ده او په افغانستان کې زموږ یوازینۍ اجنډا د دولتدارۍ پیاوړتیا، د سولې تامین، امنیت او د افغانستان پراختیا ده.
 


د مطلب کود: 182095

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182095/جمهوررئیس-غني-په-افغانستان-کې-د-دولتدارۍ-پیاوړتیا-او-همکارۍ-برخه-اروپایي-ټولنې-پنځه-فقره-ییزې-اجنډا-هرکلی-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com