دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۹
د مطلب کود : 182101
ځانګړو افغان ځواکونو په ننګرهار کې ۸۷ تنه داعشیان وژلي
امنیتي چارواکو وویل چې افغان ځانګړو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې عملیات ترسره کړي چې، له امله یې ۸۷ داعشیان وژل شوي دي.

د امنیتي ارګانونو په خبرپاڼه کې راغلي چې، د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د ځانګړو افغان ځواکونو د ترسره شویو عملیاتو له امله ۸۷ داعشیان وژل شوي.
د عملیاتو د وخت او ځای په اړه کره مالومات ندي وړکړل شوي.
همدارنګه تیره شپه د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په شمسه خیلو او ګنجوړ امنیتي پوستو درې تنه وسلوالو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښتله چې غوښتل یې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو ډله ییز بریدونه ترسره کړي برید وکړي، خو د افغان ځواکونو له لوري له کلک مقاومت سره مخ شول او په شا وتمبول شول. په دغه نښته کې د وسله والو طالبانو د یوه ځایي قومندان برادر د ډلې یو کس وژل شوی او دوه نور یې ټپیان شوي دي.
د نښتې پر مهال افغان ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی، خو د مخالفینو د لوري په توغول شوې هوایي مرمۍ له امله د سیمې یوې اوسیدونکو میرمنې وژل شوې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciurazzt1avz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته