کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی لوړو زده کړو او پوهنی وزیرانو ته امر کړی ترڅو ښوونځی او پوهنتونونه په شنو سیمو بدل کړي

6 حمل 1398 ساعت 16:44



ولسمشر غني پرون د حمل ( وري) په ۵ مه د اماني لیسې په انګړ کې د پلازمینې زون اړونده سیمو کې د نیالګیو ایښودلو کمپاین په رسمی توګه پیل کړاو په دې اړه د پلازمینې زون له لوري په جوړ شوو مراسمو کې هغه، د پوهنې اولوړو زده کړو وزیرانو ته په شنو سیمو د ښوونځيو او پوهنتونونو د بدلولو لارښوونه کړې او  ویلي یې دي، د هر نیالګي کرل د چاپیریال او هوا پاکوالي په برخه کې لوی ګام او د نیالګیوکرنه او پالنه دواړه مهم دي.
د ارګ له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې په حواله په دغو مراسمو کې ولسمشر ټینګار کړی چې” د چاپیریال شینوالی، د ځنګلونو احیا، د څړځایونو او طبیعي پانګوساتنه باید زموږ د ښوونې او روزنې او خصوصاً د دولت له عمده اهدافو څخه وي”.
ښاغلي غني زیاته کړې چې د چاپیریال شینوالی، د ځنګلونو احیا، د څرځایونو او طبیعي پانګو ساتنه یوازې د کرنې وزارت دنده نه ده، ټولې دولتي ادارې باید په دې کې برخه واخلي.
د خبر پانې له مخې ولسمشر هیله څرګنده کړې چې د نیالګیو کرلو دغه پروګرام دې د هیواد ټولو ۳۴ ولایتونو ته وغځېږي.
 


د مطلب کود: 182106

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182106/ولسمشر-غنی-لوړو-زده-کړو-او-پوهنی-وزیرانو-ته-امر-کړی-ترڅو-ښوونځی-پوهنتونونه-په-شنو-سیمو-بدل-کړي

آوا
  https://www.avapress.com