دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۸
د مطلب کود : 182111
له طالبانو سره له هوکړې وروسته به د افغانانو تر منځ خبرو ته زمینه برابره شي- جان بس
په کابل کې د امریکا سفیر له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې له وسلوالو طالبانو سره له هوکړې وروسته به، د افغانانو خپلمنځیو(بین الافغاني) خبرو ته زمینه برابره کړي.

په کابل کې د امریکا سفیر وایي، چې له یوې خوا له وسلوالو طالبانو سره د سولې هوکړه مهمه ده او له بلې خوا باید شوي پرمختګونه وساتل شي.
په کابل کې  د امریکا سفیر جان بس وایي، چې که مونږ د نړیوالو سرتېرو د وتو په اړه هوکړې ته ورسیږو؛ نو بیا به د افغانانو خپلمنځیو خبرو ته زمینه برابره کړو. په دې خبرو کې به طالبان او افغان دولت شامل وي او پر هغو مسایلو به خبرې وکړي، چې یوازې له افغانانو سره تړاو لري.
جان بس څرګنده کړې، چې د سولې په خبرو کې پرمختګونه شوي او د سولې تر راتلو پورې به افغانستان یوازې نه پریږدي.
د جان بس په باور؛ له وسلوالو طالبانو سره د سولې هوکړه اړینه ده؛ خو وسلوال طالبان باید شوي پرمختګونه ومني.
جان بس وايي، چې وروستۍ پرېکړې به له یو لړ هوکړو ورووسته وشي.
هغه دا هم ویلي؛ مونږ غواړو له افغانانو سره همکارۍ ته زمینه برابره وکړو؛ پخپله خپل داسې راتلونکې جوړ کړي، چې ټول په سوله کې ژوند وکړي او د افغان دولت او طالبانو تر منځ په هر ډول هوکړه کې باید د اووه لس کلونو پرمختګونه خوندي وي.
دا په داسې حال کې ده، چې په نږدې وخت کې به د وسلوالو طالبانو د استازیو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي تر منځ د شپږم پړاو خبرې پیل شي. اټکل دا دی، چې دا ځل به له افغانستان څخه د نړیوالو سرتېرو پر وتو هوکړه وشي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjv8evvuqeovz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته