افغان امنیتي مسؤلین وايي، دغه عملیات يې د ارزګان د مرکز ترينکوټ اړوند په ګرم اب سيمه کې له وسله والو طالبانو د سيمو د نيولو په هدف پیل کړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ارزګان امنیتي مسؤلین پر داسې مهال په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف د عملیاتو د پیل خبر ورکوي چې دغه ولایت له تېرو درېیو کلنو راهیسې وسله والو طالبانو محاصره کړی دی.