دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 182132
د چپې درې ولسوالۍ بې ځایه شوو کورنیو سره لومړنۍ مرستې ترسره شوې
مرستیال والي ګل محمد بیدار وایي هغه امکانات چې د ولایتي ادارې په واک کې وو بې ځایه شوو ته یې رسولي او له مرستندویه ادارو مو هم غوښتي چې د یادو کورنیو سره انساني مرستې ترسره کړي .
د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ په یو شمېر لېرې پرتو سیمو کې د وري په دویمه د داعش او طالبانو ترمنځ د رامنځته شوو نښتو په پایله کې دواړه لورو ته د درنو تلفاتو اوښتو ترڅنګ د ولسي وګړو سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي ،چې د ولایتي ادارې له لوري ورسره تیره ورځ لومړنۍ مرستې ترسره شوې .
 
مرستیال والي ګل محمد بیدار وایي هغه امکانات چې د ولایتي ادارې په واک کې وو بې ځایه شوو ته یې رسولي او له مرستندویه ادارو مو هم غوښتي چې د یادو کورنیو سره انساني مرستې ترسره کړي .
ښاغلي بیدار زیاته کړه! جګړه د چپې درې ولسوالۍ په دیګل،ګړنګل او لنډه لام  په سیمو کې چې په ځنګلونو پوښل شوې او دموټر  لار هم نه لري رامنځته شوې وه،چې له تیرې ورځې رهیسې جګړه پای ته رسېدلې .
نوموړي وویل امنیتي او دفاعي ځواکونه په یو داسې پلان کارکوي،څو وسله وال وځپي او د ملکي تلفاتو مخنیوي ترڅنګ د سیمې ځنګلونه د سوزېدو له خطر هم وژغوري
مرستیال والي د خبرو په دوام وویل سیمې ته یې د لومړینو مرستو جوپه لېږلې ،چې د رغتیایي مرستو سربېره،پکې خېمې ترپالونه،کمپلې او خوراکي توکي شامل دي .
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc1iqsi2bq4s8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته