خوښ ديک ۰

یو څارنوال د کاپیسا ولایت کوهستان دوهمه حصه کې ووژل شو

د راپورونو له مخې ناپيژانده وسله وال د کاپیسا په ولایت کې عصمت الله خالقی ددی ولایت برحال څارنوالانو څخه، په ډزو وژلی دی.
یو څارنوال د کاپیسا ولایت کوهستان دوهمه حصه کې ووژل شو

 
د آوا په ګزارش سره، دا پیښه نن سهار ۸:۰۰ بجی چهارشنبه د کاپیسا ولایت کوهستان دوهمه حصه مربوطه سیمو کې رامنځته شوی دی.
سیمه ایز سرچینی وایی چی څارنوال عصمت الله خالقی د ناپیژانده وسله والو له لوری چی موترسایکل باندی سپاره وو په ډزو وژل شوی او دوه تنه نږدی خپلوان یی د محمد تواب او عبدالشکور په نامه هم د کالوته په سیمه کې مجروح شوی دی.
په دی حال کې عبدالشایق شورش، د کاپیسا ولایت پولیسو ویاند دا پیښه تاییدوی خو په دی اړه نور جزئیات نه وړاندی کوی.
 
چهارشنبه ۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۸
د مطلب کود: 182142 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *