دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۸
د مطلب کود : 182142
یو څارنوال د کاپیسا ولایت کوهستان دوهمه حصه کې ووژل شو
د راپورونو له مخې ناپيژانده وسله وال د کاپیسا په ولایت کې عصمت الله خالقی ددی ولایت برحال څارنوالانو څخه، په ډزو وژلی دی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا پیښه نن سهار ۸:۰۰ بجی چهارشنبه د کاپیسا ولایت کوهستان دوهمه حصه مربوطه سیمو کې رامنځته شوی دی.
سیمه ایز سرچینی وایی چی څارنوال عصمت الله خالقی د ناپیژانده وسله والو له لوری چی موترسایکل باندی سپاره وو په ډزو وژل شوی او دوه تنه نږدی خپلوان یی د محمد تواب او عبدالشکور په نامه هم د کالوته په سیمه کې مجروح شوی دی.
په دی حال کې عبدالشایق شورش، د کاپیسا ولایت پولیسو ویاند دا پیښه تاییدوی خو په دی اړه نور جزئیات نه وړاندی کوی.
 
https://avapress.com/vdcdox0fxyt0jf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته