د ده کورنۍ وايي، احمد قریشي د یکشنبې په ماښام د سپینغر کرکټ اکاډمۍ نه کور ته په لاره لادرک شوی.
د قریشي ورور داوود احمد وايي، د هماغې ورځې په ماښام د يوه لاروي لهخوا د قریشي د ټیلیفون نه کورنۍ سره اړیکه نیول شوې چې د هغه موبایل او د کرکټ وسایل د بهسودو ولسوالۍ په تنګي سیمه کې پراته وو.
نوموړی وايي:
"موږ د ده ټیلیفون ته زنګونه وهل ځوابيې نهراکولو، بالاخره یوه کس بیا ځواب کړ، راته ویېویل چې زه لاروی یم او دلته د تنګي په سیمه کې د ده د وسایلو په بکسه کې ټیلیفون ته زنګونه راتلل او دلته ورپسې راشئ، بیا موږ د پولیسو سره یوځای هغه سیمې ته لاړو، بیا له هغې وروسته هغه کس شمېره بنده کړه او تر اوسه هم کار نهکوي."
نوموړی وايي، د ده د ورور په تړاو دوی ته هېڅ ډول معلومات نهکېږي او پهدې برخه کې يې له امنيتي ارګانونو څخه جدي غوښتنه وکړه چې د قریشي د برخلیک په تړاو جدي هلې ځلې وکړي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند فرید احمد وايي، تر اوسه د قریشي د تښتونې په تړاو څه نهدي موندل شوي، خو په اړهيې پلټنې روانې دي.
ښاغلي احمد زیاته کړه:
"همدې لپاره موږ هم هڅې روانې کړي چې زموږ کشفي ارګانونه هڅه کوي د دې قضيې عاملین ونیول شي او د قانون منګولو تهیې وسپارو."
بلخوا د قریشي روزونکی اکبر موسیزی وايي، احمد قریشي ښه توپ اچوونکی و او له همدې امله په "وړکوټي راشد ارمان" هم مشهور و.
دی وايي:
"ده په ډېر کم وخت کې زیات نوم پيدا کړ، په وړکوټي راشد ارمان مشهور و، رسنیو به مرکو ته غوښته، ډېرو غټو لوبغاړو لکه نبي او نوروز به له ده سره عکسونه ایستل چې دی ښه راتلونکی لري."
دا لومړی ځل نهدی چې یو ځوان د جلالاباد ښار څخه لادرک کېږي، له دې وړاندې د انسان تښتونې پېښې د ښار په مرکز کې شوي چې په بدل کې یې له کورنۍ پیسې غوښتل شوي، خو د قریشي قضيه په تړاو تر اوسه داسې هېڅ ډول معلومات چا سره نهشته.
۱۲ کلن احمد قریشي د شپږم ټولګي زدهکوونکی و چې له تېر یو نیم کال راهیسې په سپينغر کرکټ اکاډمۍ کې د کرکټ زدهکړې هم کولې، د هغه د ښوونکو او مينهوالو په وينا قریشي د کرکټ په نړۍ کې ښه راتلونکی لاره او دوی ټینګار کوي چې امنيتي ځواکونه دې د هغه د پیدا کېدو په برخه کې جدي همکاري وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)