کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بهرنیو چارو وزارت پاکستان سفارت مرستیال احضار کړی او خپل سفیر هم اسلام آباد څخه ورغوښتی

7 حمل 1398 ساعت 16:37

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، کابل کې یې د پاکستان سفارت مرستیال احضار کړی او له اسلام‌اباده یې خپل سفیر هم ورغوښتی.



د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي په دی اړه رسنیو ته وویل، دا اقدامات‌یې د افغانستان په اړه د پاکستان د صدراعظم عمران خان په وروستیو «بې‌مسؤلیته» څرګندونو د اعتراض په توګه کړي دي.
عمران خان د دوشنبې په ورځ ویلي و، د افغان حکومت دریځ د افغانستان د سولې بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.
د نوموړي په وینا د یو مؤقت حکومت جوړول د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره یوازنی لاره ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبعت احمدي دا ډول څرګندونې د افغانستان په چارو کې د پاکستان څرګنده لاس‌وهنه وبلله.
نوموړي وویل:
"دا ډول څرګندونې څوم ځل دی چې د پاکستان د صدراعظم له‌خوا تکرارېږي. دا ډېره څرګنده مداخله ده او د پاکستان د لاس‌وهنې د پالېسۍ یوه ښکاره بېلګه ده."
د صبغت احمدي په وینا، کابل ته په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر له ستنېدو او له نوموړي سره تر مشورې وروسته به له رسنیو سره جزئیات شریک شي.


د مطلب کود: 182164

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182164/بهرنیو-چارو-وزارت-پاکستان-سفارت-مرستیال-احضار-کړی-او-خپل-سفیر-هم-اسلام-آباد-څخه-ورغوښتی

آوا
  https://www.avapress.com