دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۷
د مطلب کود : 182164
بهرنیو چارو وزارت پاکستان سفارت مرستیال احضار کړی او خپل سفیر هم اسلام آباد څخه ورغوښتی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، کابل کې یې د پاکستان سفارت مرستیال احضار کړی او له اسلام‌اباده یې خپل سفیر هم ورغوښتی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي په دی اړه رسنیو ته وویل، دا اقدامات‌یې د افغانستان په اړه د پاکستان د صدراعظم عمران خان په وروستیو «بې‌مسؤلیته» څرګندونو د اعتراض په توګه کړي دي.
عمران خان د دوشنبې په ورځ ویلي و، د افغان حکومت دریځ د افغانستان د سولې بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.
د نوموړي په وینا د یو مؤقت حکومت جوړول د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره یوازنی لاره ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبعت احمدي دا ډول څرګندونې د افغانستان په چارو کې د پاکستان څرګنده لاس‌وهنه وبلله.
نوموړي وویل:
"دا ډول څرګندونې څوم ځل دی چې د پاکستان د صدراعظم له‌خوا تکرارېږي. دا ډېره څرګنده مداخله ده او د پاکستان د لاس‌وهنې د پالېسۍ یوه ښکاره بېلګه ده."
د صبغت احمدي په وینا، کابل ته په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر له ستنېدو او له نوموړي سره تر مشورې وروسته به له رسنیو سره جزئیات شریک شي.
https://avapress.com/vdch-inzk23n6zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته