دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 182212
د ملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه مطبوعاتي اعلامیه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني په دې وروستیو کې د هلمند د ګرشک ولسوالۍ اړوند نهرسراج سیمه کې د ښځو په ګډون د یو شمېرملکي وګړو پر شهادت د ژورې خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ اړوندو مسوولینو ته د یادې پېښې د دقیقې او هراړخیزې څېړنې  او د قربانیانو کورنیو ته د عاجلې رسیدګي لارښوونه وکړه.
جمهوررئیس غني د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته د نظامي عملیاتو پر مهال د لا زیات دقت او د ملکي تلفاتو د مخنیوي دستور ورکړی او په ټینګار سره یې ویلي چې ملکي تلفات د زغم او منلو وړ نه دي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb85b85rhbw5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته