کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره د ښاغلي محمد عمر داوودزي ملاقات

8 حمل 1398 ساعت 12:07

په دې ناسته کې د نړيوالې ټولنې او سيمې هېوادونو په همکارۍ په افغانستان کې د سولې او امنيت پر راوستلو تأکيد وشو.


د سولې په برخه كې د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داوودزي د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي ښاغلي رولاند کوبیا سره وکتل.
په دې ناسته کې د نړيوالې ټولنې او سيمې هېوادونو په همکارۍ په افغانستان کې د سولې او امنيت پر راوستلو تأکيد وشو.
ښاغلي داوودزي د سولې په تړاو د اروپايي ټولنې له همکاريو نه د مننې تر څنګ زياته کړه چې د اروپايي ټولنې رول او همکاري په دې اړه ډېر مهم او اړين دی. ښاغلي داوودزي د سولې په تړاو د راتلونکو پلانونو او د سولې مشورتي لويې جرګې د دايرولو په اړه هم خبرې وکړې.
ښاغلي رولاند کوبيا د سولې په تړاو د اروپايي ټولنې د همکاريو د لازياتوالي او تداوم د یادونې تر څنګ د مشورتي لويې جرګې دايرول ملي اجماع ته د رسېدلو مهمه لاره وبلله او له دې پروسې څخه يې خپل حمايت اعلان کړ.


د مطلب کود: 182215

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182215/اروپايي-ټولنې-له-ځانګړي-استازي-سره-د-ښاغلي-محمد-عمر-داوودزي-ملاقات

آوا
  https://www.avapress.com