دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۷
د مطلب کود : 182226
د مخابراتي خدماتو لس سلنه محصول ټولونې 14,855,052,064 ميليارده افغانۍ را ټولې کړي
د مخابراتي خدماتو لس سلنه محصول ټولونې په اړه د تقنيني فرمان له پېله تر اوسه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت (14,855,052,064 ميليارده افغانۍ ) را ټولې کړي او ( 878,361,732 ميليونه) افغانۍ طلبات په روشن مخابراتي شرکت پاتې دي.
د مخابراتي خدماتو د لس سلنه محصول د قانون له مخې مو کړنلاره جوړه کړې چه په کې په واضح توګه د مخابراتي خدماتو د لس سلنه محصول د ټولونې سيستم واضح شوی دی او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، ماليې وزارت او اترا ادارې مشترک هېئت په هرو ۱۵ ورځو او يا د ضرورت پر اساس هر وخت د مخابراتي خدماتو د لس سلنه محصول ټولونې د پروسې څخه نظارت کوي او د سرغړونې په صورت کې د قانون سره سم جريمه کېږي.
په پوره ډاډ سره ویلی شو، هېڅوک او هېڅ ارګان په فزيکي توګه د لس سلنه مخابراتي خدماتو محصول پېسو ته لاسرسی نه لري او په مستقيمه توګه له تعرفې وروسته د شرکت د بانک اکاونټ څخه د افغانستان بانک اکاونټ ته استول کیږی او د ملي عوايدو سره یوځای کېږي.
پر دې سربېره د لس سلنه مخابراتي خدماتو محصول ټولونې په موخه مو د خلکو د اطمينان په موخه د RTDMS سيسټم په پام کې قرارداد لاسلیک کړی او د قراردادي شرکتونو سره په جديت کار کوو چې ژر تر ژره دغه سيسټم جوړ او د خلکو شکايتونه رفع شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxx9q3ak97x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته