کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو تیری شپی برید کې:

په زابل کې ۱۵ تنه پولیس ځواکونه ژوبل شوی

8 حمل 1398 ساعت 17:03

زابل سیمه ایز چارواکې خبر ورکوی چی په دی ولایت کې طالبانو تیری شپی برید کې امنیتی ځواکونو ته درانده تلفات اوښتی دی.



 
د آوا په ګزارش سره، عطاجان حق بیان، د زابل ولایتی شورا رئیس نن پنجشنبه د آوا خبرنګار سره په خبرو کې وویل: ملی پولیس ځواکونه د طالبانو تیری شپی بریدونو په ترڅ کې د شینکی ولسوالی سیوری سیمه کې وژل شوی او ټپیان شوی دی.
د هغه په وینا، طالبان یو ساختمان باندی چی هلته امنیتی ځواکونه مستقر وو برید کړی چی نښتې په ترڅ کې ۷ تنه پولیس سرتیری شهید او ۸ تنه نور ټپیان شوی دی.
هغه وویل: د طالبانو برید پردی ساختمان باندی د شپی یوه بجی څخه شروع شوی وو او سهار تر پنځه بجو پوری ادامه پیدا کړ.
رسمی چارواکې هم دا برید تائید کړی دی؛ خو تراوسه په اړه څه نه دی ویلی.
یادولو وړ دی چی زابل ولایت نسبتآ ناامنو ولایتونو څخه دی چی طالبان د هغه ولایت په ډيرو برخو کې فعالیت لری.
 


د مطلب کود: 182244

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182244/په-زابل-کې-۱۵-تنه-پولیس-ځواکونه-ژوبل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com