دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۳
د مطلب کود : 182244
په زابل کې ۱۵ تنه پولیس ځواکونه ژوبل شوی
زابل سیمه ایز چارواکې خبر ورکوی چی په دی ولایت کې طالبانو تیری شپی برید کې امنیتی ځواکونو ته درانده تلفات اوښتی دی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عطاجان حق بیان، د زابل ولایتی شورا رئیس نن پنجشنبه د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل: ملی پولیس ځواکونه د طالبانو تیری شپی بریدونو په ترڅ کې د شینکی ولسوالی سیوری سیمه کې وژل شوی او ټپیان شوی دی.
د هغه په وینا، طالبان یو ساختمان باندی چی هلته امنیتی ځواکونه مستقر وو برید کړی چی نښتې په ترڅ کې ۷ تنه پولیس سرتیری شهید او ۸ تنه نور ټپیان شوی دی.
هغه وویل: د طالبانو برید پردی ساختمان باندی د شپی یوه بجی څخه شروع شوی وو او سهار تر پنځه بجو پوری ادامه پیدا کړ.
رسمی چارواکې هم دا برید تائید کړی دی؛ خو تراوسه په اړه څه نه دی ویلی.
یادولو وړ دی چی زابل ولایت نسبتآ ناامنو ولایتونو څخه دی چی طالبان د هغه ولایت په ډيرو برخو کې فعالیت لری.
 
https://avapress.com/vdcgtx9qtak97x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته