دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۷
د مطلب کود : 182246
عمران خان: هند جنګي جنون باندی اخته شوی
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ویلي چې هند په جنګي جنون اخته شوي ښایي بیاځلي پر پاکستان بریدونه وکړي.

ښاغلي عمران خان د دغو بریدونو وخت په پاکستان کې تر ټاکنو مخکې ښوولی دی.
عمران خان، له برتانوي ورځپانې فایننشل ټایمز سره  په مرکه  کې، د هند پر لومړي وزیر مودي نیوکه کړې هغه ویلي دي چې مودي جارحانه رویه لري د ده، د دغسې رویې له امله هند او پاکستان جګړې ته سره نږدې شوي دي.
عمران خان له دغې ورځپاڼې سره په مرکه کې زیاته کړې، دعمران خان په نوي پاکستان کې د ترهګرو لپاره ځای نشته دی وایي چې پاکستان د تروریستانو پر ضد عملیاتونه کړي چې په  پایله کې یې په پاکستان کې ترهګر کمزوري کړل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdci5razqt1avr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته