دخپریدو نیټه :جمعه ۹ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۸
د مطلب کود : 182284
په فاریاب کې سیلاب ۸ تنه وژلی او ډیر مالی زیان اړولی دی
د فاریاب ولایت ځینو ولسوالیو کې د سیلاب جاری کیدو له امله، ۸ تنه د کوچنیانو او ښځو په ګډون وژل شوی او ډیر مالی زیان اړولی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، تیرو دوو شپو اخیرو سیلابونو له امله په فاریاب کې ډیر مالی او ځانی تلفات اوښتی دی. په زرهاوو زراعتی ځمکې تر اوبو لاندی شوی او اورښت په دی ولایت کې جریان لری او د تلفاتو ډیریدو احتمال هم شته.
احمد جاوید بیدار د فاریاب والی ویاند د افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری سره په مصاحبه کې وایی چی دوو اخیرو شپو سیلابونه(چهارشنبه او پنج شنبه) په فاریاب کې ۸ تنه وژلی او دوه تنه نور د پیښی له امله ټپیان شوی دی.
هغه زیاته کړه چی د ځانی تلفاتو سربیره، دا سیلابونه مالی زیانونه هم اړولی دی.
هغه وویل چی استنادی دیوالونه له منځه تللی او مواصلاتی لاری د سیلابونو له امله زیان لیدلی دی.
 
https://avapress.com/vdcaaun6y49nau1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته