دخپریدو نیټه :جمعه ۹ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۰
د مطلب کود : 182285
په هرات کې سېلابونه ۴ تنه ووژل
سیمه ایز مسؤولین په هرات ولایت کې وایی چی اخیرو سېلابونو له امله ځانی او مالی تلفات ددی ولایت اوسیدونکو ته اوښتی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، جیلانی فرهاد د هرات والی ویاند افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری ته وویل چی اخیرو سېلابونو له امله تراوسه ۴ تنه خپل ژوند له لاسه ورکړی چی دوه تنه یی هرات مسلخ کمپ کې دوه تنه یی په ولسوالیو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
هغه زیاته کړه چی ددی سېلابونو له امله په میلیونونه افغانی مالی زیان خلګو ته اوښتی دی.
د هرات والی ویاند امن سیمو ته د خلګو لیږد څخه خبر ورکړ.
هغه وویل چی د سروی او شمیرنې وروسته به زیان لیدلو کسانو سره لازم او اضطراری مرسته ترسره شی.
 
https://avapress.com/vdcbw5b8srhbw5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته