کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزنی کې طالبانو برید له امله یو حوزی آمر په ګډون ۹ تنه وژل شوی

9 حمل 1398 ساعت 17:24

د غزنې ولایت امنیتي چارواکي وایي، د غزني مرکز دریمې حوزې په سیمه کې، د تېرې شپې د نښتو پر مهال، د یادې حوزې د مشر په ګډون ۹ پولیس وژل شوي او ۶ تنه نور ژوبل شوي دي.



د غزني د پولیسو مشر غلام داود تره خېل ویلې چې طالبانو تېره شپه د دریمې حوزې په اړونده یوه پوسته ډلیز برید کړی او پایله کې یې د دغې پوستې په منځ کې میشت پولیس او یوشمېر هغه سرتیري چې مرستې ته ورغلي وو وژل شوي دي.
غلام داود تره خېل منلې چې په دغې نښته کې د دریمې حوزې مشر هم وژل شوی دی.
د ځینو سرچینو له قوله په دغې نښته کې ۱۵ پولیس وژل شوي او د دریو ملکیانو په ګډون ۶ تته ټپیان شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلې خبر پاڼه کې ویلي چې، د پولیسو په پوسته کې ۶ میشت عسکر او لس نور هغه پولیس د طالبانو په برید کې وژل شوي چې مرستې ته یې ورغلي وو.
غزني د افغانستان په جنوب ختیځ کې پروت نا امنه ولایت دی چې ځینې ولسوالۍ یې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دي او دغه ډله پکښې پراخ نفوذ لري.
 


د مطلب کود: 182286

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182286/غزنی-کې-طالبانو-برید-له-امله-یو-حوزی-آمر-په-ګډون-۹-تنه-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com