کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سرپل په ولایت کې سیل ډیر مالی او ځانی تلفات اړولی

10 حمل 1398 ساعت 7:58

د سرپل خلګو نماینده په ولسی جرګه کې د افغان غږ سره په مصاحبه کې وایی چی تیرو درو ورځو سیلابونه په سرپل کې مالی او ځانې تلفات و خلګو ته اړولی دی. هغه د مرکزی حکومت جدی توجه غوښتونکې شو.



 
سید محمد حسن شریفی بلخابی د سرپل نمایندګانو مجلس غړۍ د افغان غږ خبرګزاری په مصاحبه کې وایی چی تیرو درو ورځو سیلابونه سرپل ولایت خلګو ته ډیر مالی او ځانې تلفات اړولی دی.
هغه زیاته کړه چی غرونو ته نږدی کورونه په پورته توګه تخریب شوی او ددی سیمی خلګ د ډیرو مشکلاتو سره مخ دی.
ښاغلی بلخابی وویل چی تراوسه ډیر خلګ مفقود شوی او مالی او ځانې تلفاتو دقیق آمار په لاس کې نشته.
د نمایندګانو مجلس دا غړۍ وویل چی پنځه څخه تر شپږ ولسوالیو پوری متضرر شوی او خلګ بشردوستانه مرستو ته سخته اړتیا لری.
ښاغلی بلخابی زیاتوی چی خلګ خوراکی موادو، پوشاک او سوخت موادو ته سخته اړتیا لری، او که مرکزی دولت جدی توجه ونه لری، په سرپل کې انسانی فاجعه رامنځته کیږی.
 


د مطلب کود: 182299

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182299/د-سرپل-په-ولایت-کې-سیل-ډیر-مالی-او-ځانی-تلفات-اړولی

آوا
  https://www.avapress.com