کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد: د ناټو او امریکا ځواکونه په افغانستان کې اوږه په اوږه ولاړ دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 حمل 1398 ساعت 9:01

د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د حکومت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون د مارچ په نهه ویشتمه پر ټوېټر لیکلي: "د ناټو او امریکا ځواکونه په افغانستان کې اوږه په اوږه ولاړ دي"


د خلیلزاد په لیکنه، د دواړو ګډ هدف دا دی چې په افغانستان کې د سولې داسې موافقه وشي چې د جګړې د لسیزو د قربانیو ارزښت ولري.
زلمی خلیلزاد لیکلي چې په بروکسل کې يې د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره کتلي او د افغانستان د سولې پر بهیر یې خبرې ورسره کړې دي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
 
هغه لیکلي چې ناټو او امریکا په افغانستان کې د روان بحران د سیاسي حل لپاره د صادقانه بین الافغاني خبرو ملاتړ کوي.
دا بلجیم ته د خلیلزاد درېیم رسمي سفر و.
د ناټو تړون ویاندې اوانا لونګیسکو په یوه ټوېټ کې لیکلي چې خلیلزاد د ناټو تړون غړو ته د افغانستان د وضعیت او په هغه هېواد کې د سولې لپاره پر خپلو هڅو معلومات ورکړي دي.
تر بلجیم مخکې خلیلزاد په بریتانیه کې و.
زلمي خلیلزاد په واشنګټن کې د دوو اوونیو تر بحثونو وروسته د مارچ په پنځه ویشتمه نېټه د سفرونو دا لړۍ پیل کړه.
خلیلزاد به د افغانستان د حکومت او یو شمېر سیاسي مشرانو سره د کتنې لپاره کابل ته ځي او د طالبانو د استازو سره د خبرو لپاره به دوحې ته هم سفر کوي.
د طالبانو د سیاسي استازو سره د خلیلزاد د خبرو وروستی دور د فبرورۍ په پنځه ویشتمه پیل شوی و، تقریباً دوه اوونۍ یې دوام وکړ او د مارچ په میاشت کې پای ته ورسېد.
هغه پر ټوېټر خبر ورکړ چې د خبرو په دې دور کې پر دوو مسئلو چې د ترورېزم پر ضد مبارزه او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي، د موافقې لپاره خبرې وشوې او پر ابتدايي طرحه سلا وشوه.
خو ویې ویل چې پر هېڅ مسئله قطعاً موافقه نه ده شوې.
د ناټو تړون په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په افغانستان کې د ملي اردو او پولیسو پر روزنه تمرکز لري او د پوځي عملیاتو لپاره افغانانو ته مشورې ورکوي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تېره اوونۍ له بي بي سي سره په مرکه کې وویل چې د ناټو غړي هېوادونه یو ځای افغانستان ته تللي او که د وتلو مسئله مطرح کېږي، ټول به یوځای وځي.
په افغانستان کې امریکایي ځواکونه
په افغانستان کې امریکایي ځواکونه
 
د ناټو تړون عمومي منشي به د اپرېل په دوهمه نېټه په واشنګټن کې د امریکا د متحدو ایالاتو د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ سره وګوري.
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په ګډون مهمې مسئلې به په دې کتنه کې هم مطرح شي.
ناټو اوسمهال په افغانستان کې نږدې ۱۷۰۰۰ عسکر لري چې لویه برخه یې امریکایان دي.
په دې تړون کې د امریکا د متحدو ایالاتو استازې کې هچنسن ویلي چې په بروکسل کې یې له خلیلزاد سره کتلي او د افغانستان د وضعیت په اړه یې خبرې ورسره کړي دي .
مېرمن هچنسن پر ټوېټر لیکلي چې زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د سولې د داسې پروسې لپاره زمینه برابرول غواړي چې ټول افغانان بین الافغاني خبرو ته سره کېنوي او په افغانستان کې روان بحران ته سیاسي حل پیدا کړي
 


د مطلب کود: 182310

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182310/خلیلزاد-د-ناټو-او-امریکا-ځواکونه-په-افغانستان-کې-اوږه-ولاړ-دي

آوا
  https://www.avapress.com