دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۸
د مطلب کود : 182313
په افغانستان کې وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو ۱۶ کسان وژلي
په افغانستان کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۱۶ تنه مړه شوي او ۹ نور ټپیان دي.

د بېړنیو حالاتو لپاره د دولت وزارت وايي چې څلور ولایتونه تر نورو ډېر ځپل شوي دي.
د دې ادارې مرستیال ویاند حشمت بهادري پرون د مارچ په نهه ویشتمه ازادي راډیو ته وویل:
"په هرات کې دوه تنه مړه او دوه ورک دي، په فاریاب کې دولس تنه مړه او اته زخمیان دي، د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې یو او په بلخ کې هم یو تن مړ او یو بل ورک دی."
بهادري وویل چې په بلخ، هرات، فاریاب او بادغیس کې سلګونه کورونه سېلابونو وړي او تخریب کړي دي.
خو هغه وویل چې د تلفاتو او تخریب په اړه دا شمېرې ښايي بدلې شي.
د هغه په وینا، دا معلومات ابتدايي دي او د دقیقو شمېرو د راغونډولو لپاره یې د سروې ډلې دې سیمو ته استولي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdfx0fsyt0js6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته