کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو ۱۶ کسان وژلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 حمل 1398 ساعت 9:28

په افغانستان کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۱۶ تنه مړه شوي او ۹ نور ټپیان دي.



د بېړنیو حالاتو لپاره د دولت وزارت وايي چې څلور ولایتونه تر نورو ډېر ځپل شوي دي.
د دې ادارې مرستیال ویاند حشمت بهادري پرون د مارچ په نهه ویشتمه ازادي راډیو ته وویل:
"په هرات کې دوه تنه مړه او دوه ورک دي، په فاریاب کې دولس تنه مړه او اته زخمیان دي، د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې یو او په بلخ کې هم یو تن مړ او یو بل ورک دی."
بهادري وویل چې په بلخ، هرات، فاریاب او بادغیس کې سلګونه کورونه سېلابونو وړي او تخریب کړي دي.
خو هغه وویل چې د تلفاتو او تخریب په اړه دا شمېرې ښايي بدلې شي.
د هغه په وینا، دا معلومات ابتدايي دي او د دقیقو شمېرو د راغونډولو لپاره یې د سروې ډلې دې سیمو ته استولي دي.
 


د مطلب کود: 182313

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182313/په-افغانستان-کې-وروستیو-سختو-بارانونو-او-سېلابونو-۱۶-کسان-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com