دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 182319
د بدخشان ارغنج‌خوا ولسوالي طالبانو نیولې
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت پر ارغجخوا ولسوالۍ د طالبانو تر پراخو بریدونو وروسته یې د یادې ولسوالۍ له مرکز څخه تکتیکي پر شا تګ کړی دی.

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري د شنبې په ورځ د «وري میاشتې پر لسمه» امریکا غږ ته وویل، تېر شپه پر دغه ولسوالۍ د طالبانو په برید کې ۴ پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي هم دي.
هغه وویل:"د ولسوالۍ پر ودانۍ باندې جګړه شروع ده،امنیتي کسان له ودانۍ څخه وتلي دي او د دې ترڅنګ درې نورې امنیتي پوستې هم سقوط شوي دي."
پر همدې مهال د بدخشان د ولایتي شورا غړي وايي، چې د تېري شپې له ۹ بجو د دغه ولسوالۍ له مسؤلینو سره ټلیفوني اړیکې پرې شوي دي.
د ولایتي شورا غړې طاهره علمیار وویل: "په دغه جګړه کې پنځه امنیتي سرتېري د طالبانو لخوا نیول شوي، ۱۳ وژل شوي او ولسوالي په بشپړه توګه د طالبانو لاسته لوېدلې ده."
طالبانو هم ویلي دغه ولسوالي یې نیولې او د ۱۱ امنیتي سرتېرو د وژلو ادعا یې هم کړې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjv8evhuqeotz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته