دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 182331
د زابل په ښار صفا ولسوالۍ کې د پوليسو مرگ ژوبله
د زابل يو لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ اړوند د جلدک په سېمه کې شوې.

سرچينه وایي، چې په پېښه کې ۹ملي پوليس وژل شوي او بريدکوونکی پوليس له بريد وروسته د امنیتي ځواکونو له پوستې تښتېدلی دي.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال بيا وایي، چې بريد نفوذي نه و او د طالب وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کیڅلورپوليس وژل شوي او دوه نور ټپیاندي.
سيال وویل چې په برید کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر يې نه دهمعلومه.
طالبانو د بريد مسوولت په غاړه اخستی او د دې ډلي ویاند قاري محمد يوسف احمدي ویلي، چې بريد د دوی ۷تنو نفوذي ملګرو ترسره کړی او په کې يې ۹پولیسوژلي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdsx0ffyt0js6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته