د ارګ له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې په حواله، ولسمشر غني په دغو مراسمو ویلي چې په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره تقاضا زیاته شوې ده نوموړي له سوداګرو غوښتي چې له دې موقع څخه اعظمي استفاده وکړي.
خبر پاڼه زیاتوي ښاغلي غني ویلي چې،” له دولته پرته خصوصي سکتور کار نشي کولای او هغه کار چې خصوصي سکتور کوي هغه دولت نشي ترسره کولای. هغه زیاته کړه: د هېواد د ثبات بنیادي لار، د خصوصي سکتور او دولت مشارکت دی”.
د خبر پاڼې په حواله “جمهوررئیس په هېواد کې د پانګونې په خاطر له پانګوالو مننه کړې او ویلي یې دي، دا پانګوال په داسې شرایطو کې په هېواد کې دننه پانګونه کوي چې نور فکر کوي اوضاع مبهمه ده، پانګونه د نړۍ د باور جلبولو لامل ګرځي او د کار زمینه برابروي”.