خوښ ديک ۰

ولسمشر غنی: زما دنده جلغوزیو سربیره هیواد ټولو تولیداتو ته بازار پیدا کونه ده

ولسمشر محمد اشرف غني پرون پنجشنبه د حمل ( وري) ۸ مه د جلغوزیو د پرویس، بسته بندۍ او د میهن اوسپنې ویلي کولو فابریکې د پرانیستې پر مهال ویلي، چې مسولیت یې دا دی چې نه یوازې جلغوزیو ته بلکې د هېواد ټولو تولیداتو ته به بازار پیدا کوي.
ولسمشر غنی: زما دنده جلغوزیو سربیره هیواد ټولو تولیداتو ته بازار پیدا کونه ده

د ارګ له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې په حواله، ولسمشر غني په دغو مراسمو ویلي چې په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره  تقاضا زیاته شوې ده نوموړي له سوداګرو غوښتي چې له دې موقع څخه اعظمي استفاده وکړي.
خبر پاڼه زیاتوي ښاغلي غني ویلي چې،” له دولته  پرته خصوصي سکتور کار نشي کولای او هغه کار چې خصوصي سکتور کوي هغه دولت نشي ترسره کولای. هغه زیاته کړه: د هېواد د ثبات بنیادي لار، د خصوصي سکتور او دولت مشارکت دی”.
د خبر پاڼې په حواله “جمهوررئیس  په هېواد کې د پانګونې په خاطر له پانګوالو مننه کړې او ویلي یې دي، دا پانګوال په داسې شرایطو کې په هېواد کې دننه پانګونه کوي چې نور فکر کوي اوضاع مبهمه ده، پانګونه د نړۍ د باور جلبولو لامل ګرځي او د کار زمینه برابروي”.
 
شنبی ۱۰ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود: 182333 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *