کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزنی کې ۲۱ تنه ښوونکې او زده کوونکې شهید او ټپیان شوی

10 حمل 1398 ساعت 13:55

غزنی سیمه ایز چارواکې اندر ولسوالی یو ښوونځۍ کې د هاوان مرمی نښتیدو له امله د ښوونکو او زده کوونکو شهیدیدو او ټپی کیدو څخه خبر ورکوی.



د آوا په ګزارش سره، عارف نوری، د غزنی والی ویاند نن شنبه غرمی نه مخکې د آوا خبرنګار سره په خبرو کې وویل: متاسفانه نن شنبه غرمی نه مخکې د طالبانو سره امنیتی ځواکونو نښتی په ترڅ کې د اندر په ولسوالی کې، ملا نوح بابا ښوونځی باندی د یو هاوان لګیدو له امله ۴ تنه زده کوونکې شهید شوی دی او ۱۵ تنه د دوو تنو ښوونکو په ګډون ټپیان شوی دی.
نوری زیاته کړه چی تراوسه مشخص نه دی چی دا هاوان د طالبان له لوری توغول شوی یا امنیتی ځواکونو له لری چی د همدی لپاره یو څیړنېز ټیم د پیښی څېړلو لپاره ټاکل شوی دی.
طالبان هم تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی؛ خو همیشه طالبان او امنیتی ځواکونه یو بل د غیری نظامیانو تر برید لاندی راوړلو باندی تورنوی.
 


د مطلب کود: 182334

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182334/په-غزنی-کې-۲۱-تنه-ښوونکې-او-زده-کوونکې-شهید-ټپیان-شوی

آوا
  https://www.avapress.com